د پکتیکا والي کور په کور وګرځېد چې ښوونې او روزنې ته خلک ورجلب کړي

د سټاف راپور

پکتیکا، افغانستان -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د مارچ ۲۰مه/ راپور ورکړ چې، د پکتیکا والي الیاس وحدت د دې لپاره یو کور په کور کمپاین پیل کړی دی چې میندې او پلرونه دې ته جوړ کړي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.

چارواکو وویل، والي خپل کمپاین د یکشنبې په ورځ /د مارچ ۱۹مه/ په مټاخان ولسوالۍ کې پيل کړ، او زیاته یې کړه چې هغه او نور کور په کور ګرځېدونکي چارواکي به نورو ولسوالیو ته هم لاړ شي.

چارواکو وویل، مقامات هیله لري چې هغه کورنۍ چې خپل ۷ کلن او تر هغو کشران ماشومان ښوونځیو ته نه لېږي به تشویق کړي.

د پکتیکا هدف دا دی چې سږکال خپل د ښوونځیو د ماشومانو شمېر ۲۰۰۰۰ ته ورسوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500