د لغمان د ولایتي شورا پخوانی غړی ووژل شو

د سټاف راپور

لښکرګاه، افغانستان -- چارواکو وویل، د لغمان د ولایتي شورا یو پخوانی غړی د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۲۲مه/ د ټوپک د ډزو د ټپونو په نتیجه کې مړ شو.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل، قاري روح الله فیضان د سې شنبې په شپه په مهترلام کې کور ته په لاره وویشتل شو. هغه د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې په یوه روغتون کې مړ شو.

په عین حال کې، پژواک خبري اژانس د سې شنبې په ورځ / د مارچ ۲۱مه/ د هلمند ولایت د امنیې قوماندان له قوله راپور ورکړ چې، یوه ځانمرګي بمي بریدګر د دوشنبې په ورځ / د مارچ ۲۰مه/ د دغه ولایت په ګرېشک ولسوالۍ کې خپل ځان ته چاودنه ورکړه او ۸ تنه امنیتي منسوبین یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500