کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۲۲مه/ د ولایتي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې په بدخشان ولایت کې په ۱۱ مدرسو کې طالب اورپکي فعالیت کوي.
د بدخشان د حج او اوقافو رییس عبدالولي ارشد وویل، دغه یرغمل شوې مدرسې سلګونه داسې ځوانان روزي چې د اورپکۍ نظریات ورکول شوي وي.
هغه وویل، دغه ولایت ۴۰۰ مدرسې لري.
په عین حال کې، رسنیو د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۲۳مه/ راپور ورکړ چې طالبانو د هلمند ولایت سنګین ولسوالي ونیوله.
د خامه پرېس د راپور په اساس، د افغان ملي اردو یوې سرچینې تایید کړه چې سرتېري مجبور کړای شول چې له سنګین څخه په شاتګ وکړي.