په تخار ولایت کې ۳ تنه اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې، په تخار ولایت کې د پنجشنبې په ورځ /د مارچ ۲۳مه/ جګړه کې ۳ تنه طالب اورپکي ووژل شول.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، اورپکو د خواجه بهاءالدین د ولسوال په دفتر حمله وکړه او اور یې ور واچاوه.

د پولیسو تورن جنرال شېرعزیز کامه وال د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې امنیتي ځواکونه را ورسېدل، اورپکي یې له ودانۍ څخه واېستل او درې کسان یې په کې ووژل، او زیاته یې کړه چې ۴ تنه پولیس افسران هم ټپیان شول.

خامه پرېس راپور ورکړ چې، امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یو کس چې ځمکني ماینونه یې ښخول نیولی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500