کابل -- ای اېف پي د شنبې په ورځ / د مارچ ۲۵مه/ راپور ورکړ چې، د القاعدې یو جیګپوړی قوماندان چې په یوه لوکس هوټل د بمي برید او د کرکټ پر یوه ټیم د حملې په شمول په پاکستان کې ترسره شویو لویو حملو کې یې لاس درلود په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وویل، قاری یاسین چې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) سره هم اړیکې لري، د مارچ په ۱۹مه په پکتیکا ولایت کې ووژل شو.
یاسین، چې د استاد اسلم په شمول په بېلابېلو نومونو یادېده، په اسلام اباد کې په ماریوټ هوټل د بمي برید چې د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر په ۲۰مه پېښ شو په پلانولو تورن وو. په هغه برید کې لسګونه خلک وژل شوي ول.
همدارنګه ویل کېدل چې هغه د ۲۰۰۹ په مارچ کې پر هغه بس حمله کې چې سریلانکایي کرکټ ټیم یې په لاهور کې لېږداوه او ۶ پاکستاني پولیس افسران او ۲ ملکي کسان په کې ووژل شول او د ټیم ۶ غړي ټپیان شول لاس درلود.