کابل -- رسنیو د دوشنبې په ورځ /د مارچ ۲۷مه/ راپور ورکړ چې، د هرات د ولایتي شورا رییس ته د اداري فساد په تور کې د دوه نیمو کالو حبس سزا واورول شوه.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د سترې محکمې رییس شېراغا منیب وویل چې کامران علیزی د دوشنبې په ورځ له خپل صلاحیت څخه په ناوړه استفاده ملامت وپېژندل شو.
علیزی، چې لا هم په خپل موقف کار کوي او په کابل کې د محاکمې مراسمو ته له تګ څخه یې انکار کړی وو، کولی شي چې د حکم په وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.
په عین حال کې، طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې، مقاماتو د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد معین فقیر د اختلاس او له خپل صلاحیت څخه د ناوړه استفادې په تور نیولی دی. هغه په کابل کې په یوه محبس کې د خپلې محاکمې لپاره انتظار کوي.
د خامه پرېس د سې شنبې د ورځې / د مارچ ۲۸مې/ د راپور په اساس، د دفاع وزارت مرستیال هلال الدین هلال وویل، په «تېرو څو میاشتو کې»، افغان ملي اردو د درې قوماندانانو په ګډون ۱۳۹۴ پرسونل د اداري فساد په تور له کاره ګوښه کړي دي.