په کابل کې امریکایي پوهنتون بیا پرانستل شو

ای اېف پي

کابل -- سلګونه زده کوونکي د سې شنبې په ورځ / د مارچ ۲۸مه/ په کابل کې امریکایي پوهنتون ته ۷ میاشتې وروسته له هغه بیا حاضر شول چې اورپکو په یاد پوهنتون برید وکړ.‌

د افغانستان پلازمېنه کې د دغه پوهنتون امنیت وروسته له هغه ښه کړای شو چې په تېر اګست کې شوي برید هلته د ۱۶ کسانو ژوند واخیست.‌

یوه محصل، رحمت الله، چې په حمله کې ټپي شوی وو او اوس بېرته پوهنتون ته راستون شوی دی، وویل، «زه فکر نه کوم چې کوم غیراسلامي یا داسې څه چې د کومې ډلې پر ضد دې وي په دغه پوهنتون کې تدریسېږي.»

هغه وویل،‌ «هغه یوازې داسې یو مرکز دی چې علم په کې ترلاسه کیږي،‌ او هغه به بری ترلاسه کړي.»‌

د پوهنتون د ارتباطاتو د څانګې رییسې ذبیدې اکبر ای اېف پي ته وویل،‌ «زمونږ ټول ټولګي به له نن څخه بیا پیل شي.‌ مونږ د تېرو ۷ میاشتو په بهیر کې د پوهنتون د امنیت په ښه کولو کار کړی دی.»

ولسمشر اشرف غني یوې بهرنۍ خصوصي امنیتي کمپنۍ ته ځانګړې اجازه ورکړې چې د نورو کانکرېټي دېوالونو او مرمۍ ضد دروازو په لګولو سره د پوهنتون د انګړ امنیت کلک کړي.

له حملې څخه خواوشا دوه اونۍ وړاندې،‌ د دغه پوهنتون دوه بهرني استادان وتښتول شول.‌

د هغوی د ځای ځایګي په هکله لا تر اوسه پورې څه معلومات نشته.‌ هېڅ ډلې د هغوی د تښتونې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500