لغمان -- رسنیو د سې شنبې په ورځ / د مارچ ۲۸مه/ راپور ورکړ چې، افغان عسکرو په لغمان ولایت کې د طالبانو دوه مشران ووژل او په کندوز ښار کې یې تصفیوي عملیات پیل کړل.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، د ۳۰۳ پامیر پولیس زون د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، ګډو ځواکونو د سې شنبې په ورځ د کندوز ښار په زرخرید او باغ شرکت سیمو کې د پامیر ۲ عملیات پیل کړل.
د خامه پرېس د سې شنبې د ورځې د راپور له مخې، د لغمان ولایتي ادارې تایید کړه چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ / د مارچ ۲۷مه/ په دغه ولایت کې د طالبانو یو جیګپوړی مشر او د طالبانو تش په نامه ولسوال ووژل.