کابل -- افغانستان ټایمز د چارشنبې په ورځ /د مارچ ۲۹مه/ د جرمني رسنیو له قوله راپور ورکړ چې د طالبانو یو فراري قوماندان چې د ایتلاف او افغان ځواکونو په وژنه تورن وو د مارچ په ۲۳مه د جرمني په بویریا ایالت کې ونیول شو.
جرمني رسنیو راپور ورکړ چې، په عبدالله تور وو چې په افغانستان کې یې ۱۶ عسکر وژلي دي.
رسنیو وویل، هغه په ۲۰۰۴ کال کې د طالبانو قوماندان شو. په دغه کال کې د عسکرو د وژنې راپور نه وو ورکول شوی. د بایرېشر رونډفونک ورځپاڼې په وینا، هغه په ۲۰۰۸ کال کې له طالبانو سره کار پرېښود او په ۲۰۱۱ کال کې جرمني ته لاړ.