په غزني او لوګر کې ۵۸ اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

غزني،‌ افغانستان -- د رسنیو د راپورونو له مخې،‌ چارواکو د پنجشنبې په ورځ /د مارچ ۳۰مه/ وویل،‌ عسکرو په غزني ولایت کې ۳۵ او په لوګر ولایت کې ۲۳ تنه اورپکي ووژل.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي پژواک خبري اژانس ته وویل، د غزني عملیات د درې ورځو په بهیر کې په څلورو ولسوالیو کې ترسره شول.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د لوګر د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې امنیتي ځواکونو د لوګر ولایت په درې ولسوالیو کې د ۲۰ ورځو په ترڅ کې ۲۳ تنه اورپکي ووژل.‌ خبرپاڼې وویل چې، یادې ۲۰ ورځې د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۲۹مه/ پای ته ورسېدې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500