کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د وروستي تاوتریخوالي په ترڅ کې د داعش او طالبانو لږ تر لږه ۶۲ تنه اورپکي ووژل شول.
د خامه پرېس د راپور په اساس، د دفاع وزارت د جمعې په ورځ / د مارچ ۳۱ مه/ وویل چې د اروزګان ولایت ترین کوټ سره نژدې یوه هوایي برید لږ تر لږه ۱۰ تنه طالب یاغیان ووژل.
د خامه پرېس د راپور له مخې، افغان ملي اردو د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۳۰ مه/ وویل چې عسکرو د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ۲۷ تنه یاغیان ووژل.
پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ او کندهار ښار کې جګړې ۱۸ تنه طالبان او یو پولیس افسر ووژل.
د افغان ملي اردو ویاند نجیب الله نجیبي پژواک خبري اژانس ته د پنجشنبې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۲۹ مه/ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ۷ تنه طالبان ووژل.
د خامه پرېس د راپور په اساس، د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې دوه تنه مشکوک اورپکي چې د درې پولیس افسرانو په وژنه تورن ول ونیول.