ځواکونو په تخار باندې حمله په شا وتمبوله، او ۱۰ طالبان یې ووژل

د سټاف راپور

تخار، افغانستان -- چارواکو د یکشنبې په ورځ /د اپریل ۲مه/ وویل، افغان سرتېرو د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ باندې د طالبانو له خوا شوې حمله بېرته په شا وتمبوله او لږ تر لږه ۱۰ تنه یاغیان یې ووژل.

طلوع نیوز د سپین غر زون د پولیسو له قوله راپور ورکړ چې، اورپکو د شنبې په ورځ /د اپریل ۱/ له بېلابېلو اړخونو څخه بریدونه وکړل خو له یوه سخت غبرګون سره مخامخ شول.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، جګړه د یکشنبې په ورځ د وخته پای ته ورسېده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500