داعش د ننګرهار ۸ تنه بزګران وتښتول

د سټاف راپور

جلال اباد -- افغانستان ټایمز د یکشنبې په ورځ /د اپریل ۲مه/ راپور ورکړ چې داعش د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ۸ تنه بزګران وتښتول.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ذبیح الله زمري وویل چې داعش بزګران د شنبې په ورځ /د اپریل ۱/ ونیول او ښایي چې هغوی یې غرنیو سیمو ته بوولي وي، او زیاته یې کړه چې د دې کار تر شا انګېزه معلومه نه ده.

دا لومړی ځل نه دی چې داعش په دې ولسوالۍ کې ملکي خلک تښتوي. خواوشا دوه میاشتې مخکې، هغوی ۱۴ تنه ملکي کسان وتښتول او ۴۰ ورځې وروسته یې خوشې کړل.

د ننګرهار د پولیسو ویاند ډګروال حضرت حسین مشرقیوال د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۳ مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل چې، سرتېرو د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ تنه داعشي اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500