کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په دوه ولایتونو کې ۵۵ تنه اورپکي ووژل او په بلخ کې یې له ۲۰۰ تنو څخه د ډېرو تسلیمېدا تایید کړه.
د خامه پرېس د شنبې ورځې /د اپریل ۱/ د یوه راپور په اساس، د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یوه هوایي برید د طالبانو یو مشر، چې یوازې د محمد په نامه یاد شوی دی، وواژه.
مقاماتو وویل، محمد ځانمرګي بمي بریدګر د هغوی هدف ځایونو ته رسول.
د افغان ملي اردو ویاند برید جنرال غلام حضرت کاکړ د یکشنبې په ورځ /د اپریل ۲یمه/ پژواک خبري اژانس ته وویل چې، امنیتي ځواکونو د اروزګان ولایت ترین کوټ څخه بهر د خالد په نامه روانو عملیاتو په ترڅ کې په یوه اونۍ کې ۵۴ تنه نور طالب اورپکي ووژل.
خامه پرېس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ولایتي ادارې مطبوعاتي دفتر وویل، په بلخ ولایت کې له ۲۰۰ تنو څخه ډېر طالبان مقاماتو ته تسلیم شول.