افغانستان د کابل په روغتون د حملې له امله غټ جنرالان له کاره ګوښه کړل

ای اېف پي

کابل -- افغانستان د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۴ مه/ د دوه جنرالانو په شمول د اردو ۱۲ تنه افسران، د هېواد په تر ټولو لوی پوځي روغتون د یاغیانو د حملې په وړاندې د غفلت له امله، له کاره ګوښه کړل.‌

وسله والو چې د ډاکټرانو جامې یې اغوستلې وې، د مارچ په ۸ مه په کابل کې په سردار داودخان روغتون حمله وکړهاو ګڼو ژغورل شویو کارمندانو ای اېف پي ته وویل چې په بریدګرو کې د دوه ستاژرانو په شمول داخلي کسانو برخه لرله.‌

د دفاع وزارت وویل،‌ له کاره ګوښه شویو کسانو کې د پوځي استخباراتو مشر او د طبي مرستو مسؤل شامل دي او دا چې هغوی به له قانوني تعقیب سره مخامخ شي.

د وزارت ویاند محمد رادمنش ای اېف پي ته وویل، «هغوی په روغتون باندې د حملې په وړاندې د غفلت په وجه له کاره ګوښه کړای شول.»

وزارت له دې نه انکار کوي چې په برید کې داخلي کسانو لاس درلود او تاکید کوي چې یوازې ۵۰ کسان وژل شوي دي.‌ امنیتي‌ ځواکونو او ژغورل شویو کسانو، چې ځینو یې جسدونه شمارلي ول، ای اېف پي ته وویل چې د مړو شمېر له ۱۰۰ څخه ډېر وو.‌

په دې پېښه د عامو خلکو غوسه زیاته شوه، او په ټولنیزو رسنیو باندې داسې ګومان تاو راتاو کېده چې، دا ناشونې وه چې د لوړپوړو چارواکو له لاس لرنې څخه پرته دې له امنیتي پلوه په داسې کلک ساتل شوي روغتون باندې دغه ډول وحشیانه حمله شوې وای.‌

بریدګرو په کټونو پراته ناروغان په چاقوګانو ووهل،‌ هغو وارډونو ته یې چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه ګرنېټونه وروغورځول او خلک یې له نژدې ساحې څخه وویشتل.‌

څو ساعته وروسته له هغه چې طالبانو د دې حملې له مسؤلیت منلو څخه انکار وکړ،‌ داعش د خپل تبلیغاتي اژانس اعماق له لارې ادعا وکړه چې د دې حملې تر شا هغوی لاس درلود.‌

خو هغو ژغورل شویو کسانو چې ای اېف پي ورسره خبرې وکړې وویل چې،‌ بریدګرو په پښتو ژبه ویل چې ژوندي دې وي طالبان او په اول منزل کې له هغو دوه وارډونو پرته چې طالبان په کې داخل ول یې نور په ټولو وارډونو باندې حملې وکړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500