غور -- د خامه پرېس د دوشنبې د ورځې /د اپریل ۳ مه/ د راپور له مخې، د یوه ځایي قوماندان په ګډون درې تنه طالب یاغیان په غور ولایت کې د خپلو چاودونکو وسیلو په چاودنه کې ووژل شول.
د غور د امنیې قوماندان غلام مصطفی محسني وویل چې، یو موټرسایکل چې په چاودېدونکو توکو سمبال وو له وخت نه مخکې د ولایت د مرکز چغچران په لمنه کې وچاودېد، او زیاته یې کړه چې اورپکو غوښتل چې د دغه وسیلو په واسطه امنیتي ځواکونه په نښه کړي.
د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اداري مدیر عبدالشکور قدسي وویل، امنیتي ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې په یوه چاپه کې ۳۰ ټنه سي ۴ مواد ونیول.