کابل -- رسنیو د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۴ مه/ راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو په دوه ولایتونو کې لږ تر لږه ۷۸ تنه اورپکي ووژل.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، افغان ملي اردو د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۳ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۳۴ تنه جنګیالي ووژل شول.
د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ډګروال حضرت حسین مشرقیوال د سې شنبې په ورځ وویل چې پولیسو د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۴ مه/ د یوه بهرني په شمول د داعش ۹ تنه نور غړي ووژل او دوه تنه یې ونیول.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، افغان ملي اردو د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوایي بریدونو په ترڅ کې د اروزګان ولایت په بېلابېلو برخو کې ۳۵ تنه طالبان ووژل.