په زابل کې ۳۱ تنه اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

زابل -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۴ مه/ راپور ورکړ چې د دفاع وزارت وویل،‌ امنیتي ځواکونو په زابل ولایت کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د ۱۸ داسې کسانو په شمول چې غوښتل یې ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي،‌ لږ تر لږه ۳۱ تنه اورپکي ووژل.‌

د دفاع وزارت وویل، عملیات په دوه ولسوالیو کې ترسره شول،‌ او زیاته یې کړه چې په وژل شویو کسانو کې ۸ تنه پاکستانیان شامل وو.‌

خامه پرېس د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت ریاست له قوله راپور ورکړ چې،‌ د ملي امنیت ادارې د پکتیکا ولایت په ښرنه کې د حقاني شبکې یو کس چې د ځانمرګي بمي برید د ترسره کولو شک پرې کېده، ونیو.‌

د ملي امنیت ریاست په وینا،‌ مشکوک کس پلان درلود چې په جانيخېل ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د پولیسو ماموریت په نښه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500