په کندهار کې هوایي حملو ۳۰ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کندهار -- پولیس چارواکو د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۴ مه/ وویل چې افغان جنګي جیټ الوتکو په کندهار ولایت کې د اورپکو یو پټنځای په نښه کړ او لږ تر لږه ۳۰ تنه یاغیان یې ووژل.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه بریدونه د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۳ مه/ په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ترسره شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500