کابل -- د رسنیو د راپورونو له مخې، چارواکو د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۵ مه/ وویل چې، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې چې له اوږده وخته ورته انتظار کېده به د لمریز کال په پای (د ۲۰۱۸ په مارچ) کې ترسره شي.
په پام کې وو چې دغه ټاکنې په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شي، خو د ټاکنو د قوانینو په هکله جنجالونو دغه ټاکنې وځنډولې.
طلوع نیوز راپور ورکړ چې، د هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوی پلان له افغان اجرایه رییس عبدالله عبدالله او د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش سره په کابل کې له یوې کتنې څخه وروسته اعلان کړ.
د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د عبدالله دفتر وویل چې د ټاکنو دقیقې نیټې به په یوه میاشت کې دننه اعلان شي.