ننګرهار -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۵ مه/ راپور ورکړ چې د دفاع وزارت وویل، د هغو ۲۵ اورپکو په ډله کې چې په ننګرهار ولایت کې په جګړه کې ووژل شول د داعش یو جیګپوړی قوماندان هم شامل وو.
د دفاع وزارت وویل، سیدعمر باجوړی چې په خطاب هم مشهور وو په اچین ولسوالۍ کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، عسکر په ۱۳ ولایتونو کې د خالد په نامه عملیات پر مخ وړي.