جلال اباد -- خامه پرېس د جمعې په ورځ / د اپریل ۷ مه/ راپور ورکړ چې، عسکرو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۱۸ تنه جنګیالي ووژل.
د ولایت مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ / د اپریل ۶ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، ځواکونو د داعش ۱۵ تنه اورپکي په اچین ولسوالۍ کې او درې تنه نور په غني خېلو ولسوالۍ کې ووژل.
د خبرپاڼې په اساس، په تېرو درې ورځو کې په اچین ولسوالۍ کې د اورپکو د مړینې شمېر ۳۰ تنو ته ورسېد.
خبرپاڼې زیاته کړه، عسکرو همدارنګه ۷۰۰ هکتاره د کوکنارو فصل ویجاړ کړ.