مزارشریف -- چارواکو د یکشنبې په ورځ / د اپریل ۹مه/ وویل چې یوه د سرک د غاړې بم د افغانستان په شمال کې ۹ تنه پولیس افسران د هغوی د تلاشۍ له پوستې څخه بهر سیمه کې ووژل. دا د پسرلي د جګړې د موسم له پیلېدلو څخه د مخکې وخت تلفات دي.
بم د شنبې په ورځ / د اپریل ۸ مه/ هغه وخت وچاودېد چې پولیس د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د طالبانو یوې مورچلې ته چې هغوی بېرته ترې نیولې وه ورننوتل.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د یادې چاودنې مسؤلیت نه دی اخیستی. طالبان په پام کې لري چې په نژدې راتلونکي وخت کې خپلې پسرلنۍ حملې اعلان کړي.
د ځایي پولیسو ویاند شېرجان دراني ای اېف پي ته وویل، «په چمتال ولسوالۍ کې د یوې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې د چاودنې په نتیجه کې ۹ ځایي پولیسان شهیدان او ۴ نور ټپیان شول.»