په ۷ نیول شویو سړیو کې د حقاني شبکې یو مشکوک کس هم دی

د سټاف راپور

کابل -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۱۱مه/ راپور ورکړ چې، د ملي امنیت ریاست د حقاني شبکې یو مشکوک غړی ونیو، او په دوه ولایتونو کې یې احتمالي ځانمرګي بریدونه شنډ کړل.

د ملي امنیت ریاست وویل، وطن خان پلان درلود چې په پروان او ننګرهار ولایتونو کې بریدونه سره همغږي کړي.

خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۱۲مه/ د ملي امنیت د یوې بلې خبرپاڼې په اساس راپور ورکړ چې، د ملي امنیت ریاست د شپږو مشکوکو اورپکو یوه ډله هم ونیوله چې په دغه ډله په کندهار ولایت کې د ترهګري فعالیتونو د ترسره کولو تور لګېدلی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500