کابل -- چارواکو وویل، لږ تر لږه ۵ کسان د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۱۲مه/ هغه وخت ووژل شول چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر چې په کابل کې د افغانستان دفاع وزارت سره نژدې په پښو روان وو برید وکړ. داعش د یاد برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.
درې تنه نور ټپیان شول.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ای اېف پي ته وویل، «اکثر هغه کسان چې وژل شوي او ټپي شوي ملکيان ول، خو مونږ د دقیق هدف په هکله نه پوهېږو.»
داعش وویل، بمي بریدګر د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه بهر د تلاشۍ په یوه پوسته برید وکړ.