د افغانستان په ختیځ کې د داعش ۱۳۲ اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- د خامه پرېس د راپور په اساس، د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ / د اپریل ۱۳مه/ وویل چې د افغانستان په ختیځ کې د تېرو ۶ ورځو په بهیر کې د حمزه په نامه عملیاتو کې د داعش لږ تر لږه ۱۳۲ تنه اورپکي ووژل شول.

دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې افغان ځواکونه په ننګرهار ولایت کې د شاهین - ۲۵ په نامه د ترهګرۍ ضد عملیات چې دوه میاشتې مخکې پیل شوي دي ترسره کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500