طالبانو د یوه ماشوم او ښځې په شمول ۶ کسان اعدام کړل

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې، طالب اورپکو د یوې جوړې او درې نورو ښځو په شمول ۶ تنه ملکي کسان چې په لوګر او سرپل ولایتونو کې یې په ترتیب سره د زنا او له حکومت سره د همکارۍ تورونه پرې لګولي ول، ووژل.

د والي ویاند سلیم صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، جوړه د یکشنبې په ورځ / د اپریل ۱۶مه/ د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې په عام محضر کې سنګسار شول.

صالح وویل، سړی او ښځه له وژلو څخه مخکې د طالبانو په یوه محکمه کې محاکمه او محکوم شوي ول.

د خامه پرېس د راپور په اساس، د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني تایید کړه چې، طالب اورپکو همدارنګه د یکشنبې په شپه د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو ماشوم او درې ښځې له حکومت سره د همکارۍ په تور د ټوپک په ډزو ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500