د طالبانو یو مشر په نورستان کې ووژل شو بل یې په بغلان کې ونیول شو

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل، په جلا جلا عملیاتو کې په نورستان ولایت کې د طالبانو یو جیګپوړی مشر ووژل شو او بل یې په بغلان ولایت کې ونیول شول.

د خامه پرېس د راپور په اساس، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم تایید کړه چې، د طالبانو یو قوماندان هغه وخت ووژل شو چې پولیسو د دوشنبې د ورځې / د اپریل ۱۷مې/ په ماخستن د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې د یاغیانو یوه ګروپ ته کمین ونیو.

په ورته وخت کې، خامه پرېس د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۱۸مه/ راپور ورکړ چې د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وویل، امنیتي ځواکونو د طالبانو جیګپوړی مشر مولوي عبدالحی حقیار په بغلان ولایت کې د یوې چاپې په ترڅ کې ونیو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500