د ننګرهار په هوایي برید کې د داعش ۵ اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

جلال اباد -- خامه پرېس د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې، د داعش لږ تر لږه ۵ تنه اورپکي د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۱۹مه/ د ننګرهار ولایت د نازیان ولسوالۍ په ټکټکاني سیمه کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې ووژل شول.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیانیه کې وویل، دغه اورپکي اصلا د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د اورکزو ایجنسۍ اوسېدونکي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500