فیض اباد -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ / د اپریل ۲۰مه/ راپور ورکړ چې له لیرې نه کنټرولېدونکې چاودنې د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې لږ تر لږه دوه افغان عسکر ووژل او یو ملکي کس یې ټپي کړ.
یوه جیګپوړي پوځي چارواکي میر عبدالواحد وویل، بم د تلاشۍ یوې امنیتي پوستې سره نژدې ځای پرځای شوی وو او هغه وخت وچاودېد چې امنیتي پرسونل په وظیفه ول.
هغه وویل، هیچا هم د حملې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.