ترین کوټ -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ / د اپریل ۲۰مه/ راپور ورکړ چې یوه هوایي برید د اروزګان ولایت د ترین کوټ ښار په خواوشا کې لږ تر لږه ۴ تنه اورپکي ووژل.
د دفاع وزارت وویل، په هوایي برید کې نوې توظیف شوې الوتکه وکارول شوه چې د اورپکو یو پټنځای یې په نښه او ویجاړ کړ.