افغان ځواکونو ۱۴۱ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- د طلوع نیوز د راپور په اساس، د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۲۴مه/ وویل، امنیتي ځواکونو د ۴۸ ساعتونو په دوران کې ۱۴۱ تنه اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت وویل، د داعش لږ تر لږه ۸۰ تنه اورپکي په ننګرهار او غور ولایتونو کې د افغان هوایي بریدونو په واسطه ووژل شول.

د دفاع وزارت زیاته کړه، عسکرو په څلورو ولایتونو کې ۶۱ تنه اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500