ګردېز، افغانستان -- جیونیوز د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۲۴ مه/ راپور ورکړ چې، د پاکستان او افغانستان قبایلي مشرانو یو ځل بیا خپله ژمنه تکرار کړه چې د سولې او ثبات د رامنځته کولو په برخه کې به ګډ کار کوي.
د افغانستان د پکتیا او د پاکستان د خیبرپښتونخوا مشرانو د یکشنبې په ورځ / د اپریل ۲۳ مه/ د افغانستان په ډنډ پټان کې یوه ګډه جرګه ترسره کړه.
د پکتیا برخه والو وویل، له ترهګرو سره باید هېڅکله مرسته ونشي.