جلال اباد -- رسنیو راپور ورکړ چې، افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې په ننګرهار او اروزګان ولایتونو کې ۶۰ تنه اورپکي ووژل.
طلوع نیوز د افغان ملي اردو د سې شنبې د ورځې / د اپریل ۲۵ مه/ د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې، جنګي جیټ الوتکو د اروزګان ولایت په ترین کوټ کې د اورپکو په پټنځایونو باندې بمبار وکړ. په دغو حملو کې ۲۳ تنه اورپکي ووژل شول.
خامه پرېس د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۲۴ مه/ راپور ورکړ چې، عسکرو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ۳۷ تنه اورپکي ووژل.