خوست ښار -- پژواک خبري اژانس د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۲۴ مه/ راپور ورکړ چې، په خوست او کندهار ولایتونو کې په حملو کې لږ تر لږه ۵ تنه امنیتي پرسونل ووژل شول.
د خوست ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال فیض الله غیرت تایید کړه چې، یوه ځانمرګي موټر بم برید د دوشنبې په ورځ د خوست په ښار کې د ځانګړو ځواکونو ۴ تنه غړي ووژل.
هغه زیاته کړه، د یوه نژدې ښوونځي دوه ښځینه زده کوونکې ټپيانې شوې.
چارواکو وویل، په موټرسایکل سپرو کسانو د یکشنبې په ورځ / د اپریل ۲۳ مه/ په کندهار ښار کې د افغان محلي پولیسو یو قوماندان په ډزو وواژه.