افغان ځواکونو په لوګر او کابل کې ۷ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- د رسنیو د راپورونو له مخې، چارواکو وویل چې،‌ افغان سرتېرو په لوګر او زابل ولایتونو کې د حقاني شبکې د دوه غړو په ګډون ۷ تنه اورپکي ووژل.

خامه پرېس د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۲۵مه/ راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل، د حقاني شبکې دغه دوه غړي په لوګر ولایت کې ووژل شول.‌

د زابل ولایت د امنیې قوماندان ډګروال غلام جېلاني فراهي د سې شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل،‌ عسکرو د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې په جګړه کې د طالبانو یو قوماندان او د داعش څلور غړي ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500