تالقان -- چارواکو د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۲۵ مه/ وویل، په تخار ولایت کې د پولیسو په یوه پوسته د یوې حملې په ترڅ کې ۷ تنه پولیس افسران او ۸ تنه طالبان اورپکي ووژل شول.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، یوه چارواکي وویل، اورپکو په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې یې وسله واله جګړه ونښته.