افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ۲۸ اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ‌ / د اپریل ۲۶مه/ راپور ورکړ چې،‌ امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۲۸ تنه اورپکي ووژل او په کندهار ولایت کې یې د طالبانو د کوېټې د شورا دوه مشکوک غړي ونیول.‌

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وویل، سرتېرو د داعش غړي په اچین ولسوالۍ کې د حمزه عملیاتو په ترڅ کې ووژل.‌

د ملي امنیت ریاست راپور ورکړ چې هغوی په کندهار ولایت کې د کوېټې د شورا دوه مشکوک غړي نیولي،‌ او زیاته یې کړه چې هغوی داسې حکمونه ترلاسه کړي ول چې د دغه ولایت په مرکز کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500