د افغانستان په جګړه کې د ماشومانو تلفات ۱۷٪ زیات شوي دي

ای اېف پي

کابل -- ای اېف پي راپور ورکړ چې د ملګرو ملتونو یوه راپور د پنجشنبې په ورځ / د اپریل ۲۷ مه/ وویل، د افغانستان په دوامدارو او سختو نښتو کې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو درې میاشتو کې یو پرې درې برخې تلفات ماشومانو ته رسېدلي، او دا چې هغوی په جګړه کې ډېر سخت زیان ویني.

له جنورۍ څخه تر مارچ پورې، د ۲۱۸۱ مجموعي ملکي تلفاتو (۷۱۵ مړو او ۱۴۶۶ ټپیانو) له جملې څخه ۲۱۰ تنه وژل شوي کسان ماشومان دي -- چې دا د تېر کال د همدې دورې په نسبت ۱۷٪ زیاتوالی ښیي -- او ۵۲۵ نورټپي شوي دي.

د تلفاتو مجموعي شمېر د ۲۰۱۶ کال د عین مودې په نسبت ۴٪ راکم شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کله چې افغانان واده کوي، لومړی فکر کوي چې ډېر اولادونه ولري. زما په اند موږ افغانان باید لومړی د خپل هیواد اقتصادي حالت وګورو او بیا خپل اقتصاد ته وګورو بیا اولادونه وزېږوو. هر کال زموږ هیواد د خپلې مصرفي بودیجې ۷۰٪ له بهرنیو هیوادونو څخه غواړي، دا په دې معنی ده چې موږ تل د پردیو هیوادونو لپاره د اوږو بار یو. ما پخپله دا غلطي وکړه چې ۷ ماشومان مې وزېږول، په داسې حال کې چې زه یوازینی کس یم چې کار کوم. زه مالي ستونزې لرم. زه نشم کولی د دغو ۷ ماشومانو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړم. زما اقتصاد دا تقاضا کوله چې زه دوه ماشومان ولرم. نو د دې ۵ ماشومانو لپاره د خوړو د موندلو لپاره، زه په نورو خلکو تکیه کوم، چې له امله یې زه له رواني ستونزو سره مخامخ شوی یم. همدارنګه زموږ حکومت د بهرنیو هېوادونو په مرسته د دومره ډېرو ماشومانو اړتیاوې نشي پوره کولی. زموږ اکثره افغان ماشومان د دوی روغتیا ته د نه پاملرنې له امله مري. په افغانستان کې یو دولتي روغتون د ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه نه کوي. له دې امله، ډېر ماشومان ژوند له لاسه ورکوي. د خلکو اقتصادي حالت کمزوری دی. دوی په شخصي روغتونونو کې د خپلو ماشومانو درملنه نشي کولی، په داسې حال کې چې په دولتي روغتونونو کې درملنه نشته. موږ افغانان باید د ماشومانو د زیږون پر مهال د خپل هیواد او خپل اقتصاد په اړه فکر وکړو، تر څو په راتلونکي کې د ټولنې د اوږو بار نه شو. هغه ماشومان چې سمه پالنه یې نه کیږي، روغتیا یې ښه نه وي، د ټولنې او میندو پلرونو لپاره د اوږو بار وي. د افغانستان خلک باید په یوه خبره پوه شي چې د نورو په مرسته نه موږ او نه زمونږ د هیواد اقتصاد ښه کیږي.

ځواب ورکړئ