هرات -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې محلي چارواکو د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۲۶مه/ وویل، د اورپکو یو ۲۵ کسیز ګروپ په هرات ولایت کې مقاماتو ته تسلیم شو.
د هرات والي سید انور سادات وویل، دغه ګروپ چې ملا پایګل یې مشري کوله له ۲۰ ورځو راهیسې د حکومتي ځواکونو پر ضد جګړه کوله.
هغه وویل، دغو اورپکو ژمنه کړې چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي.