په ننګرهار کې د بم په چاودنه کې ۱۵ ملکیان ټپي شول

د سټاف راپور

بټي کوټ ولسوالي،‌ افغانستان -- پژواک خبري اژانس د ننګرهار د والي د ویاند عطاءالله خوګیاڼي له قوله راپور ورکړ چې یوه بم چې په بایسکل کې ځای پرځای شوی وو د پنجشنبې په ورځ‌ / د اپریل ۲۷مه/ د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۱۵ تنه ملکیان ټپي کړل.‌

خوګیاڼي وویل،‌ بم د حافظ کوډۍ له ګڼه ګوڼې ډکې څلورلارې کې وچاودېد.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500