په پروان کې ۱۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ونیول شول

د سټاف راپور

کابل -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ / د اپریل ۳۰مه/ راپور ورکړ چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په صیاد کلي کې د یو ټن چاودېدونکو موادو په نیولو سره په پروان ولایت کې د یوې تراژیدۍ مخه ونیوله.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، ځانګړو ځواکونو له یوه استخباراتي راپور څخه په استفادې سره دغه مواد ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500