د سیالو ډلو تر منځ جګړه کې ۲۱ طالبان او ۷ داعشیان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- ځایي چارواکو د سې شنبې په ورځ / د می ۲مه/ وویل، د اورپکو د دوه سیالو ډلو تر منځ جګړې په ننګرهار ولایت کې ۲۸ کسان ووژل.

د طلوع نیوز او خامه پرېس د راپورونو په اساس، ولایتي ادارې وویل، چې جګړه د طالبانو او داعش تر منځ د یکشنبې په ورځ / د اپریل ۳۰مه/ په چپرهار ولسوالۍ کې ونښته.

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، په مړو کې ۲۱ تنه طالبان، ۷ تنه داعشیان او یو ملکي کس شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500