کابل -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، حزب اسلامي د چارشنبې په ورځ / د می ۳ مه/ اعتراف وکړ چې د حزب اسلامي افغانستان ۱۳ غړي چې لا هم بندیان دي د ځانمرګو بمي بریدونو په پلانولو کې ښکېل ول.
حکومت له حزب اسلامي سره د سولې د کړي تړون په اساس موافقه کړې وه چې د حزب اسلامي خواوشا ۷۰ غړي به خوشې کوي،خو په دې اونۍ کې یوازې ۵۵ تنه خوشي شول.
د حزب اسلامي چارواکي عبدالهادي ذوالحکمت د چارشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د حزب اسلامي خواوشا ۳۰۰۰ غړي لا هم بندیان دي.