کابل -- خامه پرېس راپور ورکړ، چې هوایي بریدونو او یوې تصادفي چاودنې په تخار او بلخ ولایتونو کې ۱۲ تنه اورپکي ووژل.
خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د می ۳ مه/ راپور ورکړ، چې هوایي بریدونو د تخار ولایت په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه تش په نامه ولسوال په شمول ۱۱ تنه اورپکي ووژل.
افغان ملي اردو د چارشنبې په ورځ وویل، د طالبانو یو غړی چې هڅه یې کوله د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې یو د سرک د غاړې بم ځای پرځای کړي هغه وخت ووژل شو چې بم یې له وخت نه مخکې وچاودېد.