کابل -- افغانستان ټایمز راپور ورکړ، چې د افغانستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د یوې ښځې او یوه ایراني په شمول د نشه ییزو توکو ۱۶ تنه مشکوک قاچاقچیان ونیول.
د جنایي عدالت مؤظف ځواک د چارشنبې په ورځ / د می ۳ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې پولیسو په بېلابېلو چاپو کې د ۲۷۴ کیلوګرامه هیرویینو او خواوشا ۶۴ کیلوګرامه اپین په شمول بېلابېل مواد ونیول.
خبرپاڼه زیاتوي چې ټول مشکوک کسان د محاکمې لپاره انتظار کوي.