عسکرو په تخار کې ۶۷ طالبان ووژل

د سټاف راپور

تالقان -- د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، امنیتي ځواکونو په تخار ولایت کې لږ تر لږه ۶۷ اورپکي ووژل او یوه ولسوالي یې له یاغیانو څخه پاکه کړه.‌

د تخار د امنیې قوماندانۍ د پنجشنبې په ورځ / د می ۴ مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل،‌ چې عسکرو طالبان له خواجه بهاءالدین ولسوالۍ او له ولسوالۍ نه بهر ۲۰ کلیو څخه واېستل.‌

پولیسو وویل،‌ هغوی همدارنګه هغه ځمکني ماینونه هم لیرې کړل چې د خواجه بهاءالدین او درقد تر منځ په لویه لار ځای پر ځای شوي ول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500