په غزني کې لسګونه اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

غزني -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ،‌ چې په غزني ولایت کې شاوخوا دوه درجنه اورپکي ووژل شول.‌

دغزني پولیسو وویل،‌ چې د طالبانو یو موټر د پنجشنبې په ورځ‌ / د می ۴ مه/ په ووټ سیمه کې وچاودېد چې ۱۶ تنه اورپکي په کې ووژل شول،‌ او زیاته یې کړه چې په مړو کې یو پاکستانی قوماندان هم شامل وو.‌ د بم اېښودونکي معلوم نه شول.

افغان ملي اردو بیا د طالبانو د تلفاتو شمېر ۱۸ تنه وښود.‌

د ولایت پولیسو وویل، عسکرو چې په واغز ولسوالۍ کې یې امنیتي عملیات ترسره کول د پنجشنبې په ورځ ۷ تنه نور طالبان هم ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500