په کندوز کې ۳۷ طالبان ووژل شول

د سټاف راپور

کندوز -- د خامه پرېس د راپور له مخې،‌ د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ‌ / د می ۷ مه/ وویل، چې سرتېرو چې په کندوز ولایت کې یې د یوې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره جګړه کوله د ۵ قوماندانانو په شمول ۳۷ تنه طالبان ووژل.‌

دغه طالبان په قلعه زال ولسوالۍ کې ووژل شول. هغه زیاته کړه چې نور عسکر د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد جګړه کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500