هرات -- رسنیو راپور ورکړ، چې د تېرو څو ورځو په بهیر کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۳۵ تنه طالبان ووژل شول.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد د چارشنبې په ورځ / د می ۱۰مه/ وویل، چې عسکرو د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د تېرو درې ورځو په بهیر کې د دوه قوماندانانو او د طالبانو د تش په نامه ولسوال په شمول ۱۵ طالبان ووژل.
افغانستان ټایمز د چارشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د رسنیو د ادارې له قوله راپور ورکړ، چې عسکرو د یوه عملیات په ترڅ کې د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه.
چارواکو د چارشنبې په ورځ / د می ۱۰مه/ وویل، چې یوه د سرک د غاړې بم او له افغان ځواکونو سره جګړې په کندهار ولایت کې ۱۹ طالبان ووژل.
د خامه پرېس د راپور له مخې، ولایتي ادارې وویل، چې یوه د سرک د غاړې بم د سې شنبې په ورځ / د می ۹ مه/ ۱۱ تنه یاغیان چې په یوه موټر کې سپاره ول په میوند ولسوالۍ کې ووژل.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، چې پولیسو ۸ تنه طالبان، چې په غورک ولسوالۍ کې یې د هغوی په پوستو باندې حمله کړې وه، ووژل.